په متحده عربي اماراتو کښي د افغانستان د سفارت فرهنګي برخه

د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت پنځه کلن مزل

د مستند فلم لپاره د مهمو لاسته راوړنو د راټولولو بلنه

خاليیونۍدونۍدرېنۍڅلرنۍپنځنۍجمعه

قمري: 1448/6/16

شمسي: 1405/9/6

میلادي: 2026/11/27

د متحده عربي اماراتو د وخت له مخي؛ قمري نېټه حسابي ده.

  1. د ګډون بلنه
  2. زموږ فرهنګي کور
  3. د مسؤل کس معرفي

په درنښت او ګډ ویاړ

د سفارت فرهنګي برخه ستاسو خپل کور دی

فرهنګ هغه ګډ مزی دی چي د هیواد په مینه د ټولو افغانانو لاسونه سره تړي؛ زموږ ژبي، علم، هنر او ګډي لاسته راوړني د همدې تړاو بنسټونه دي.

ستاسو هره کره لیکنه، هر انځور او هر مستند راپور د هیواد د هڅو او بریاوو یوه ارزښتناکه نښه ده. موږ غواړو دا ګډه پانګه په درنښت، امانت او دقت راټوله او خوندي کړو.

خپلي مهمي لاسته راوړني په شوق، دقت او ویاړ ثبت کړئ، څو د نن خدمتونه د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي سي او و افغانانو او نړیوالو لیدونکو ته په باوري بڼه وروپېژندل سي. ستاسو همکاري د دې ګډ روایت د بشپړولو لپاره ارزښت لري.

که موافق یاست، په راتلونکې برخه کښي د ادارې او ټاکل سوي مسؤل کس معلومات ولیکئ. د معرفۍ لپاره ایمیل یا د کاریال نصب ته اړتیا نسته.