په متحده عربي اماراتو کښي د افغانستان د سفارت فرهنګي برخه

د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت پنځه کلن مزل

د مستند فلم لپاره د مهمو لاسته راوړنو د راټولولو بلنه

خاليیونۍدونۍدرېنۍڅلرنۍپنځنۍجمعه

قمري: 1448/6/16

شمسي: 1405/9/6

میلادي: 2026/11/27

د متحده عربي اماراتو د وخت له مخي؛ قمري نېټه حسابي ده.

  1. د ګډون بلنه
  2. زموږ فرهنګي کور
  3. د مسؤل کس معرفي

د ګډون رسمي بلنه

خپلي مهمي لاسته راوړني مستندي کړئ

درنو مسئولینو!

د دې ګام په اخیستلو سره غواړو د هیواد مهمي لاسته راوړني د کره معلوماتو، رسمي اسنادو، عکسونو او فلمي موادو پر بنسټ راټولي او مستندي کړو، ترڅو په متحده عربي اماراتو کښي د افغانستان د سفارت د فرهنګي فعالیتونو له لاري د «د افغانستان اسلامي امارت پنځه کلن مزل» مستند فلم او نندارې لپاره چمتو سي.

ستاسو د ادارې هڅي، خلکو ته یې ګټي او د خدمتونو څرګندي پایلي د هیواد د پرمختګ د روایت ارزښتناکه برخه ده. کره ارقام، باوري مأخذونه او ښه تصویري اسناد کولای سي دغه هڅي له ورځنیو خبرونو څخه په یوه تلپاته مستند روایت بدلي کړي؛ د نن کارونه د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي سي او و افغانانو او نړیوالو لیدونکو ته په باوري بڼه وروپېژندل سي.

ستاسو همکاري

هیله لرو خپلي مهمي لاسته راوړني په لیکلې بڼه، له اړوندو رسمي اسنادو او عکسونو سره را سره شریکي کړئ او د سته امکاناتو له مخي فلمي مواد هم را ولېږئ. هره لاسته راوړنه جلا ثبتېږي او ټول مواد د خپلي ادارې په یوه منظمه دوسیه کښي ساتل کېږي.

که له دې کاري ترتیب سره موافق یاست، د راتلونکو پړاوونو له لاري د خپلي ادارې مسؤل کس را وپېژنئ. مدیر به تر کتني وروسته د نوموړي په نوم ځانګړی لینک او پټ کوډ جوړ کړي. نوموړی به یوازي د خپلي ادارې اړونده برخه ویني.

د معرفي سوي کس معلومات عام نه خپرېږي. د ادارې مواد د هغې مجاز مسؤل او مدیر ته ښکاري؛ د نورو ادارو دوسیې نه ورښودل کېږي.