د متحده عربي اماراتو د وخت له مخي؛ قمري نېټه حسابي ده.
- د ګډون بلنه
- زموږ فرهنګي کور
- د مسؤل کس معرفي
د ګډون رسمي بلنه
خپلي مهمي لاسته راوړني مستندي کړئ
درنو مسئولینو!
د دې ګام په اخیستلو سره غواړو د هیواد مهمي لاسته راوړني د کره معلوماتو، رسمي اسنادو، عکسونو او فلمي موادو پر بنسټ راټولي او مستندي کړو، ترڅو په متحده عربي اماراتو کښي د افغانستان د سفارت د فرهنګي فعالیتونو له لاري د «د افغانستان اسلامي امارت پنځه کلن مزل» مستند فلم او نندارې لپاره چمتو سي.
ستاسو د ادارې هڅي، خلکو ته یې ګټي او د خدمتونو څرګندي پایلي د هیواد د پرمختګ د روایت ارزښتناکه برخه ده. کره ارقام، باوري مأخذونه او ښه تصویري اسناد کولای سي دغه هڅي له ورځنیو خبرونو څخه په یوه تلپاته مستند روایت بدلي کړي؛ د نن کارونه د سبا نسلونو لپاره خوندي او افغانانو او نړیوالو لیدونکو ته وروپېژني.
ستاسو همکاري
هیله لرو خپلي مهمي لاسته راوړني په لیکلې بڼه، له اړوندو رسمي اسنادو، عکسونو او شته فلمي موادو سره را سره شریکي کړئ. هره لاسته راوړنه جلا ثبتېږي او ټول مواد د خپلي ادارې په یوه منظمه دوسیه کښي ساتل کېږي.
که له دې کاري ترتیب سره موافق یاست، د راتلونکو پړاوونو له لاري د خپلي ادارې مسؤل کس را وپېژنئ. مدیر به تر کتني وروسته د نوموړي په نوم ځانګړی لینک او پټ کوډ جوړ کړي. نوموړی به یوازي د خپلي ادارې اړونده برخه ویني.
د معرفي سوي کس معلومات عام نه خپرېږي. د ادارې مواد د هغې مجاز مسؤل او مدیر ته ښکاري؛ د نورو ادارو دوسیې نه ورښودل کېږي.
په درنښت او ګډ ویاړ
د سفارت فرهنګي برخه ستاسو خپل کور دی
فرهنګ هغه ګډ مزی دی چي د هیواد په مینه د ټولو افغانانو لاسونه سره تړي؛ زموږ ژبي، علم، هنر او ګډي لاسته راوړني د همدې تړاو بنسټونه دي.
ستاسو هره کره لیکنه، هر انځور او هر مستند راپور د هیواد د هڅو او بریاوو یوه ارزښتناکه نښه ده. موږ غواړو دا ګډه پانګه په درنښت، امانت او دقت راټوله او خوندي کړو.
خپلي مهمي لاسته راوړني په شوق، دقت او ویاړ ثبت کړئ، څو د نن خدمتونه د سبا نسلونو لپاره خوندي او افغانانو او نړیوالو ته په باوري بڼه وروپېژندل سي. ستاسو همکاري د دې ګډ روایت د بشپړولو لپاره ارزښت لري.
که موافق یاست، په راتلونکې برخه کښي د ادارې او ټاکل سوي مسؤل کس معلومات ولیکئ. د معرفۍ لپاره ایمیل یا د کاریال نصب ته اړتیا نسته.
مدیر ته شخصي معرفي
د ادارې مسؤل کس را وپېژنئ
معلومات په دقت ولیکئ. مدیر به یې وګوري او ځانګړی لینک او پټ کوډ به د همدې مسؤل کس لپاره برابر کړي.
معرفي ثبت سوه
ستاسو معرفي مدیر ته ورسېده
ستاسو له همکارۍ مننه. مدیر به معلومات وګوري او تر کتني وروسته به ځانګړی لینک او پټ کوډ ستاسو د مسؤل کس لپاره برابر کړي.
تر هغه وخته خپل رسمي اسناد، ارقام، عکسونه او فلمي مواد راټولولای سئ. ۳۰ ورځنۍ موده به د ځانګړي لاسرسي له جوړېدو څخه پیل سي.